شمالي کوریا د کیم جونګ ایل تلین لمانځي

د خپريدو وخت: 12:29 گرینویچ - 16 ډسمبر 2012 - 26 لیندۍ 1391

شمالي کوریا د خپل پخواني مشر کیم جونګ ایل د مړینې د لومړي تلین د ماتم مراسم لمانځي.

د نوي مشر کیم جونګ اون په ګډون پوځي مشرانو او چارواکو تورې جامې پر تن کړي دي او د کیم جونګ ایل عکس او سره بېرغ ته یې سرونه ټيټ کړل.

د پارلمان مشر کیم یونګ من په خپلو خبرو کې وویل کیم جونګ ایل د شمالي کوریا د اټومي وسلو پروګرام جوړ کړی و او د تېرې چارشنبې په ورځ د اوږده واټن ټوغندي ویشتل یې له هغه سره د کړې ژمنې د پوره کولو د نښې په توګه یاد کړل.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .