'د فرانسې غونډه لیده کاته دي، نه جوړجاړی'

د خپريدو وخت: 05:56 گرینویچ - دوشنبه 17 ډسمبر 2012 - 27 لیندۍ 1391

فرانسې ويلي د افغان حکومت او طالبانو استازي به روانه اوونۍ په پاريس کې سره مخامخ ګوري او د افغانستان پر راتلونکې به سره غږېږي.

ولسمشرحامدکرزي هم وړاندې ويلي وو چې د فرانسې خبرو کې برخه اخلي خو پر دې يې ټيګار کاوه چې د خبرو اصلي ځاى افغانستان دى.

د پاريس خبروکې به د پخوانۍ شمالي ټلوالۍ ځينې غړي هم برخه اخلي.

رويټرز خبري اژانس د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لاورن فابيوس له خولې ليکلي چې له تېرو دريو کلونو بېلا بېلو ډلو سره خبرې روانې وې.

ده وويل "د سولې خبرې د هغه چا ترمنځ کېږي چې يو بل سر جوړ نه وي او خپله سيمه کې يو بل سره نه شي ليدلى، دا ليده کاته دي نه د جوړجاړي خبرې.''

ټاکل شوې چې د بېلا بېلو اړخونو شل غړي به دې خبرو کې برخه لري، او خبرې به د چارشنبې او جمعې ترمنځ د پاريس په شمال کې ترسره کېږي. د دغې ناستې برابرونې چارې د فرانسې ستراتيژيکو پلټنو بنسټ له خوا ترسره شوې دي.

د دغه بنسټ مشر کميل گران د رويټرز خبري اژانس ته وويل چې غونډې ته کسان په انفرادي ډول وربلل شوي دي، هدف دا دى چې هغوي په ازاد ډول د بندو دروازو تر شا وغږېږي، خو ده د بلل شويو کسانو د نومونو له ښکاره کولو ډډه وکړه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .