جمرود کې چاودنې پنځلس کسان وژلي

د خپريدو وخت: 07:52 گرینویچ - دوشنبه 17 ډسمبر 2012 - 27 لیندۍ 1391

له پاکستانه راپورونه وايي د افغانستان له پولې سره نژدې د یوه موټر بم برید له امله لږترلږه پنځلس تنه وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي د خیبر سیمې د جمرود له ګڼې کوڼې په یوه ډک بازار کې د چاودنې له امله تر شلو ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

دغه پېښه یوه ورځ وروسته تر هغه رامنځ ته شوې چې امنیتي ځواکونو له مخالفو وسله والو سره د پېښور هوايي ډګر ته څېرمه پنځلس ساعته نښته وکړه چې د جمرود په ختیځ شاوخوا لس کیلومترۍ کې پروت دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .