د مصر لوی څارنوال استعفا وکړه

د خپريدو وخت: 05:14 گرینویچ - سه شنبه 18 ډسمبر 2012 - 28 لیندۍ 1391

د مصر دولتي څارنوال يا ''مدعي العموم'' په خپلې نوې دندې کې له يوې مياشتې تېرولو استعفا کړې ده.

طلعت ابراهيم عبدالله د ولسمشر محمد مرسي له خوا ځانته د پراخه واکونو ورکولو وروسته ټاکل شوى و.

دا استعفا د عدليې د کارکوونکو له خوا د احتجاجونو په تعقيب کېږي، اعتراض کوونکو د ولسمشر له خوا د پخواني دولتي څارنوال گوښه کول د عدليې په ازادۍ گوزار بللى و.

بل لوري ته بېلابېلو ډلو د ''ملي ژغورنې جبهې'' په اساسي قانون د ټولپوښتنې پر ضد نن د نوو مظاهرو غږ کړى دى.

ددې ټولپوښتنې لومړى پړاو د تېرې شنبې او دويم پړاو به ېې د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .