م.م پر ځینو طالب مشرانو بندیزونه لرې کړل

د خپريدو وخت: 05:15 گرینویچ - سه شنبه 18 ډسمبر 2012 - 28 لیندۍ 1391

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر هغو طالب مشرانو د سفر د بنديز لرې کولو پرېکړه کړې ده، چې په تور لست کې شامل دي.

د امنيت شورا که څه هم په طالبانو بنديزونه نوي کړي دي، خو پرون په دې اړه پرېکړه ليک کې افغان حکومت نه غوښتل شوي دي چې د بنديزونو د څار کمېټې ته د هغه کسانو نومونه وسپاري چې د سولې او ملي روغې جوړې په تړاو خبرو کې برخه اخلي.

د ملګرو ملتو د بنديزونو لست کې ۱۳۲ کسان شامل دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .