هند کې د ډله ییز جنسي تېري ضد لاریون شوی

د خپريدو وخت: 10:50 گرینویچ - چارشنبه 19 ډسمبر 2012 - 29 لیندۍ 1391

هند کې پوليسو د هغو قهرېدلو مظاهره کوونکو د تيت پرک کولو لپاره پر هغوی اوبه شيندلې چې په پلازمېنه ډيلي کې پر يوې ځوانې ښځې د ډله ييز جنسي تېري پر ضد راوتلي دي.

لاريون کوونکي د ډيلي د مشر وزير د استوګنځي مخې ته راټول شوي، نارې وهي او د ښځو لپاره د برابرو حقونو غوښتنه کوي.

نور بيا د پارلمان بهر مظاهرې کوي او د تېري کوونکو لپاره د مرګ سزا غوښتنه کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .