"د بنغازي کونسلګرۍ امنیتي تدابیر ناکافي وو"

د خپريدو وخت: 07:10 گرینویچ - چارشنبه 19 ډسمبر 2012 - 29 لیندۍ 1391

د لېبيا په بنغازي ښار کې د امريکا پر قونصلګرۍ د بريد په اړه رسمي پلټنو موندلې چې د دغې ودانۍ لپاره نيول شوي امنيتي تدابير کافي نه وو.

په دغه بريد کې د امريکايي سفير او درې نور کسان د هغو ملېشو له لوري ووژل شول، چې په درنو وسلو سمبال وو او په دغې ودانۍ يې بريد وکړ.

خپلواک پلاوي دغه راز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مشرتابه ته هم د پړې ګوته نیولې، خو وايي داسې څه يې نه دي موندلي چې وښيي کومې استخباراتي کړۍ دې په دې کې لاس درلود.

مخکې واشنګټن ويلي و چې بريد د خپلسرو مظاهره کوونکو له لوري شوی، خو وروسته استخباراتي معلوماتو وښوده چې دا يو ترهګريز بريد و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .