حسني مبارک پوځي روغتون ته لېږدول شوی

د خپريدو وخت: 08:10 گرینویچ - پنجشنبه 20 ډسمبر 2012 - 30 لیندۍ 1391

مصر کې چارواکي وايي پخوانی ولسمشر حسني مبارک یوه پوځي روغتون ته لېږدول شوی دی. نوموړی تېره اوونۍ د زندان په تشناب کې ښویدلی و چې له امله یې سر او سینې ټپونه اخیستي دي.

د مصر دولتي خبري اژانس وايي حسني مبارک په زندان کې له روغتونه په دې خاطر پوځي روغتون ته لېږدول شوی چې د مغزو معاینات یې وشي.

۸۴ کلن حسني مبارک تېر کال د ده د رژیم پرضد د پاڅون پرمهال د مظاهر کوونکو د وژل کېدو له امله عمري بند تېروي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .