ملګرو ملتونو د اسراییل پرېکړه وغندله

د خپريدو وخت: 08:22 گرینویچ - پنجشنبه 20 ډسمبر 2012 - 30 لیندۍ 1391

له هغه وروسته چې اسراییلو د بیت المقدس په ختیځ کې د اسراییلیانو د نويو مېشت ځایونو جوړول تصویب کړل په ملګرو ملتونو کې دغه پرېکړه سخته وغندل شوه.

په ملګرو ملتونو کې یوه لوړ رتبه چارواکي جیفري فیلټمن له اسراییلو وغوښتل چې له دې پلانه لاس په سر شي.

نوموړي د امنیت شورا ته وویل که اسراییل د ۲۶۰۰ کورونو جوړولو دغه پلان عملي کړي، دا به د سولې هلې ځلې له لوی خڼد سره مخامخې کړې.

اسراییل ټول بیت المقدس خپله خاوره بولي خو فلسطینیان غواړي چې نیول شوی ختیځ بیت المقدس په راتلونکې کې خپله پلازمېنه کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .