اوباما د وسله وال تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه کړې

د خپريدو وخت: 08:33 گرینویچ - پنجشنبه 20 ډسمبر 2012 - 30 لیندۍ 1391

ولسمشر بارک اوباما له خپل مرستیال جوبایډن نه غوښتنه کړې چې راتلونکې میاشتې پورې د وسله وال تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره پاخه وړاندیزونه وکړي.

ولسمشر اوباما په امریکا کې د وسلو د کنټرول هلې ځلې له هغه وروسته پیل کړي چې د کونېکټیکټ ایالت په یوه لومړني ښوونځي کې یوه وسله وال په ډله ییزه توګه ۲۰ ماشومان او ۶ لویان ووژل.

ولسمشر اوباما وايي خپل ټول وس به وکړي چې دې ستونزې ته د حل لاره ومومي او په دې چاره کې د امریکایانو ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلی بایډن به د یوې کاري ډلې مشري کوي چې د وسلو د کنټرول، او د روحي ستونزو د درملنې په ګډون یو لړ ستونزې هوارې کړي.

ښاغلي اوباما ویلي د وسله وال تاوتریخوالی مخنیوی یوه پیچلې موضوع ده خو دا باید د څه نه کولو لپاره یوه پلمه نه وي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .