سوریه: د کورنیو چارو وزیر لبنان کې بستري شوی

د خپريدو وخت: 08:17 گرینویچ - پنجشنبه 20 ډسمبر 2012 - 30 لیندۍ 1391

رپوټونه وايي د سوریې د کورنیو چارو وزیر محمد سحر تېره اوونۍ په دمشق کې په بمې برید کې له ټپي کېدو وروسته اوس په لبنان کې بستري شوی دی.

معلومه نه ده چې ښاغلی سحر څه ډول ټپي شوی خو ګومان کېږي چې ټپونه یې جدي نه دي. دا هم معلومه نه ده چې ولې لبنان ته لېږدول شوی، په داسي حال کې چې په دمشق کې روغتونونه فعالیت کوي.

بل لور ته د پلازمېنې دمشق په سویلي څنډو او د هېواد په نورو برخو کې د دولتي ځواکونو او یاغیانو نښتو زور اخیستی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .