جولیان اسانج: نور محرم اسناد هم خپروو

د خپريدو وخت: 08:29 گرینویچ - جمعه 21 ډسمبر 2012 - 01 مرغومی 1391

د ویکي لیکس بنسټ اېښودونکی جولیان اسانج وایي چې سازمان یې غواړي په راتلونکي کال کې یو میلیون نور محرم اسناد خپاره کړي چې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه یې ترګوتو کړي دي.

ښاغلي اسانج په لندن کې د ایکوادور د سفارت له یوې برنډې څخه خبرې کولې، له هغه ځایه چې شپږ میاشتې وړاندي سویډن ته له تلو ګرځول شوی و.

پر هغه په سویډن کې د جنسي اړیکو تور پوري شوی.

ښاغلی اسانج وایي، چې لا هم د امریکا یي چارواکو پلټنې د محرمو اسنادو په خپرولو کې د ده لپاره ستر ګواښ بلل کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .