سومالیا کې بېړۍ ډوبه شوې

د خپريدو وخت: 08:05 گرینویچ - جمعه 21 ډسمبر 2012 - 01 مرغومی 1391

ملګري ملتونه وایي چې ښایې ۵۵ سومالیایي او ایتوپیایي وګړي په هغې بېړۍ کې وژل شوي وي چې د سومالیا د سمندر په څنډو کې ډوبه شوې.

ملګري ملتونه وایي د دغې بېړۍ د ډوبېدو لامل دا و چې تر خپلې کچې ډېرې سپرلۍ یې لېږدولې او کله چې د سومالیا په شمال ختیځو څنډو کې د بوساسو له پولې تېره شوه، نو له دغې پېښي سره مخامخ شوه.

دغه بیړۍ د یمن پر لور روانه وه. ملګري ملتونه وایي دغه پېښه د هغو ۵۷ سومالیایي کډوالو تر ډوبېدو وروسته چې تېر کال د فبرورۍ په میاشت کې ډوب شوي وو، دغه سیمه کې د بشري تلفاتو له مخې ستره پېښه بلل کېږي.

هر کال لسګونه زره کسان د افریقا له بیلابیلو برخو څخه د تاوتریخوالي، فقر او نورو ستونزو له امله تېښتې ته اړ کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .