چین کې د فساد د مخنیوي اقدامات کېږي

د خپريدو وخت: 10:34 گرینویچ - شنبه‬ 22 ډسمبر 2012 - 02 مرغومی 1391

داسې نښې نښانې لیدل کېږي چې د چین نويو رهبرانو په لوړه کچه د فساد پر ضد مبارزه پیل کړې ده.

د نويو قوانینو له مخې د چین د پوځ لوړ پوړي چارواکي نه شي کولای چې زیات لګښتونه ولري او د سفر پر مهال په ګران بیه هوټلونو کې و اوسېږي.

په رسمي سفرونو کې د سرو غالیو او ډېر شمېر ساتونکو نه ګټه اخیستل، د تشریفاتو جوړول او په موټرونو کې د لوړ غږ لرونکو هارنونو کارول منع شوي دي.

په چین کې د روانې میاشتې په پیل کې د سیاسي مشرانو د کړو وړو لپاره نوي اصول ټاکل شوي.

د کمونست ګونډ نوي مشر ویلي که د فساد او لوړو بی ځایه امتیازونو مخه ونه نیول شي، په هېواد کې به نارامي رامنځ ته شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .