د ایټالیا لومړي وزیر استعفا وکړه

د خپريدو وخت: 10:50 گرینویچ - شنبه‬ 22 ډسمبر 2012 - 02 مرغومی 1391

د ايټاليا لومړي وزير ماريو مونتي وروسته تر هغه استعفا وکړه چې د دغه هېواد پارلمان د راتلونکي کال لپاره بوديجه ومنله.

د پورونو له بحران څخه د ايټالیا په ژغورولو کې ښاغلي مونتې ډېره مرسته کړې چې په دې کار سره په هغه هېواد کې په پراخه ډول ستايل شوى دى، له دندې څخه د نوموړي استعفا تر ټاکلي مودي مخکي ټاکنو ته لاره هواره کړه.

د ٢٠١٣ کال د فبروي په مياشت کې په ايټاليا کې عمومي ټاکنو ته موده ټاکل شوي وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .