د مصر مخالف ګوند وايي نوی اساسي قانون به وننګوي

د خپريدو وخت: 15:32 گرینویچ - 23 ډسمبر 2012 - 03 مرغومی 1391

په مصر کې لوی مخالف ګوند وايي دوی به نوی اساسي قانون چې د تصويبېدو اټکل يې کېږي وننګوي.

د ملي خلاصون ټلواله وايي د اساسي قانون په تړاو هغه ټولپوښتنه چې ښايي د اسلامپالو په ملاتړ له شپېته سلنې په ډېر اکثريت تصويب شي د رایو ورکولو بهير يې له بې نظميو سره مل و.

دغه ډله وايي ټولپوښتنه د ستونزې د حل لار نه ده او پر وړاندې به یې د دوی مبارزه دوام ولري.

د اساسي قانون پر سر رايه اچونې د ولسمشر مرسي د ملاتړو او آزاد خياله ډلو ترمنځ لوی درز پيدا کړی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .