اسلامپالو د مالي لرغوني زیارتونه نړلوي

د خپريدو وخت: 05:26 گرینویچ - دوشنبه 24 ډسمبر 2012 - 04 مرغومی 1391

د مالي له شمال نه راپورونه وايي اسلام پاليو په ټيمبکټو ښار کې يوشمېر لرغوني زيارتونه نړولي دي.

يوه اسلام پاله مشر د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې په ټيمبکټو کې به ټول زيارتونه نړول کېږي، ځکه چې په وينا يې اسلامي نه دي.

د سږني ميلادي کال په لومړيو کې په دغه ښار کې چې د ملګريو ملتونو د نړيوالو ميراثونو ځای دی، يو شمېر زيارتونه ونړول شول.

د کال په لومړيو کې له يوې کودتا وروسته اسلام پاليو او ياغيانو د مالي پر شمالي برخو ولکه ټينګه کړه.

ملګريو ملتونو د پنجشنبې پر ورځ يو پرېکړه ليک خپور کړ، چې له مخې به يې په سيمه د افريقايي ټولنې په مشرۍ يو ځواک پر ځای کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .