اخضر ابراهیمي له بشار الاسد سره ویني

د خپريدو وخت: 10:33 گرینویچ - دوشنبه 24 ډسمبر 2012 - 04 مرغومی 1391

اټکل کېږي، چې د سوریې لپاره د نړیوالي ټولنې استازی اخضر ابراهیمي دمشق ته د خپل سفر په دویمه ورځ له ولسمشر بشارالاسد سره وګوري.

ښاغلی ابراهیمي د دمشق له هوايي ډګر سره نژدې تر جګړې وروسته له بیروته سوریې ته لاړ .

سوریه کې مخالف فعالان وايي د هاما ولایت په حایفا ښار کې د یکشنبې په ورځ په حکومتي هوايي بمباریو کې ۹۰ تنه وژل شوي دي.

دغه ښار د مخالفو یاغیانو په ولکې کې دی. راپورونه وايي ګڼ شمېر نور کسان ټپیان دي خو د دغو شمېرو تایید د خپلواکو سرچینو له خوا نه دی شوی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .