'لاهم له افغان خبریالانو سره تاوتریخوالی کېږي'

د خپريدو وخت: 10:46 گرینویچ - سه شنبه 25 ډسمبر 2012 - 05 مرغومی 1391

د رسنیو د څار په کلني راپور کې راغلي چې سږکال په افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي نهه شپیته پیښې ثبت شوي دي.

ددغه راپور له مخې په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې دوه خبریالان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي چې په همدې موده کې د لنډې مودې لپاره درې خبریالان زنداني شوي، یوولس تنو نورو ته سپکاوی شوی او پنځه ویشت تنه ګواښل شوي دي.

ددغې ادارې مشر مجیب خلوتګر وايي له خبریالانو سره د تاوتریخوالي زیاتره پېښې د دولتي کارکوونکو له خوا شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .