لسګونه چینايي ماشومان له قاچاق وړونکو وژغورل شول

د خپريدو وخت: 09:23 گرینویچ - سه شنبه 25 ډسمبر 2012 - 05 مرغومی 1391

چينايي چارواکي وايي نژدې نوي تنه کوچنيان ېې په بيلابيلو ايالتونو کې د قاچاق وړونکو له منګولو ژغورلي دي.

په وروستېو ورځو کې په ټول چین کې له درې نيم سوو زيات کسان په انساني قاچاق کې د لاس درلودو په تور نيول شوي دي.

چارواکي وايي اوس به هڅه کوي چې د ډي اين اى د معايناتو په وسيلې ددې کوچنيانو میندې او پلرونه پيدا کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .