په برما کې یوې الوتکې د موټرو پر سړک دوه کسان ووژل

د خپريدو وخت: 17:00 گرینویچ - سه شنبه 25 ډسمبر 2012 - 05 مرغومی 1391

په برما کې چارواکي وايي دوه تنه هغه مهال ووژل شول چې یوه الوتکه چې په کورنۍ الوتنې بوخته وه د دې هېواد په مرکزي برخې کې له هوايي ډګر سره نيژدې پر یوه سړک ښکته شوه او اور یې واخیست.

په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې په وژل شویو کې یو تن د الوتکې سپرلۍ او بل یو موټر سایکل چلونکی وو چې الوتکې وهلى دى.

د څلورو بهرنیانو په ګډون ۱۱ تنه مساپر ټپیان شوي دي.

د باګان هوايي شرکت یوه استازي بي بي سي ته وویل هغه په دې باور دی چې پیلوټ په لړې يا غبار کې پر سړک د هوايي ډگر د ځغاستليکې گومان کړى و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .