نايجريا کې ستر اور یو شمېر خلک ژوبل کړي

د خپريدو وخت: 19:03 گرینویچ - چارشنبه 26 ډسمبر 2012 - 06 مرغومی 1391

د نايجريا په لاګوس ښار کې وروسته له هغه ستر اور لګېدلی چې د اورلوبو سامان په يوه ګودام کې د يوې د چاودنې له امله اور بل شو.

د لاګوس په ټاپو کې د اور دغه لمبې په چټکۍ له ګڼې ګوڼې د ډک يوه مارکېټ نورو ودانيو ته خپور شو.

په دغه پېښه کې د زياتو کسانو د ژوبلېدو راپور ورکړل شوی دی.

د عيني شاهدانو له قوله د بې نظميو د هغو صحنو راپور ورکړل شوی چې ځايي خلک د اور وژنې له کارکوونکو سره مرسته کوي د اور په لمبو اوبه شيندي، په داسې حال کې چې د اورلوبو سازمان د ودانۍ دننه چوي.

د بېړنيو خدمتونو ادارې وايي دوی د ترافيکي ګڼې ګوڼې له امله د پېښې ځای ته د رسېدو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .