بدخشان کې د یخنۍ له کبله ۱۲ ماشومان مړه شوي

د خپريدو وخت: 05:03 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391

د بدخشان ولایت په نیسي ولسوالۍ کې د سختې واورې او یخنې له امله لږ ترلږه ۱۲ ماشومان مړه شوي دي.

د بدخشان ولایت ویاند عبدالمعروف راسخ بي بي سي ته وویل په دریو سرحدي ولسوالیو کې لږ ترلږه د ۳۵۰ هغو ماشومانو درملنه شوې چې په ټوخي اخته وو.

د ښاغلي راسخ په وینا دغو ولسوالیو ته ډاکټران د تاجکستان له لارې ورغلي دي.

افغان چارواکي وايي سختې واورې او د واورو ښویېدونو ۱۲ ولسوالیو ته لارې بندې کړې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .