'امریکایان روسان په زوی ولۍ نه شي نیولی'

د خپريدو وخت: 11:42 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين هغه لايحه تصويب کړې چې له مخې يې پر امريکايانو بنديز لګول ګېږي چې نه شي کولی روسي ماشومان د بچيانو په توګه ونيسي.

دا د امريکا د هغه قانون پر وړاندې د غبرګون يوه برخه ده چې پر مټ يې له بشري حقونو په سرغړوونکو روسيي چارواکو محدوديتونه وضع کوي.

په مسکو کې ځينو لوړپوړو حکومتي چارواکو خبرداری ورکړی چې دغه بندېز د روسيې له اساسي قانون او نړېوالو غوښتنو نه سرغړاوی دی.

خو د دغه بنديز د ملاتړو استدلال دا دی يو شمېر روسي ماشومان چې امريکايي کورنيو د بچيانو په توګه نیولي له ناوړه چلند سره مخامخ دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .