تښتول شوې برتانوۍ نجلۍ له مور سره یوځای شوه

د خپريدو وخت: 05:05 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391

يوه ٦ کلنه برتانوۍ نجلۍ له خپل مور سره بېرته برتانيا کې يو ځاى شوه.

نوموړې درې کاله د مخه خپل پلار پاکستان ته تښتولې وه.

د نړيوالو له خوا له پرله پسې غوښتنو سره سره، د عطيه انجم ويلکنسن د ځاى ځاى په اړه مالومات نه وه خو په روانه اوونۍ کې نوموړې د پاکستان په ختيځ کې په يوه کلي کې وموندل شوه.

تر يو ځاى کېدو وروسته د عطيه مور وويل چې د خپل لور په لېدو بې حده خوشحاله شوې ده.

د عطيه پلار رضوان علي انجم د خپل لور د پتې د پټولو په جرم اوس بندي شوى دى.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .