مرکزي افریقا د ملي یووالي حکومت جوړوي

د خپريدو وخت: 05:17 گرینویچ - دوشنبه 31 ډسمبر 2012 - 11 مرغومی 1391

د مرکزي افريقا ولسمشر فرانسوا بوزيزي وايي چمتو دی چې د ياغيانو له ائتلاف سره د ملي يووالي حکومت جوړ کړي.

د ياغيانو ائتلاف د دغه هېواد يو شمېر مهم ښاورنه تر خپل کنټرول لاندې راوستي، چې وروستی يې له پلازمېنې بانګي شاوخوا ۱۵۰ کيلومتره لرې دی.

ښاغلی بوزيزې چې د افريقايي ټولنې له مشر يايې بوني سره يې له غونډې وروسته خبرې کولې، وويل د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې به سيالي نه کوي.

ياغيانو پي بي سي ته ويلي د ولسمشر پر دغه وړانديز به غور کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .