م. م ختیځ تیمور کې خپل عملیات پای ته رسوي

د خپريدو وخت: 05:19 گرینویچ - دوشنبه 31 ډسمبر 2012 - 11 مرغومی 1391

ملګري ملتونه په ختيځ تيمور کې د سولې ساتنې خپل عمليات نن دوشنبه/ګل پای ته رسوي.

د م م سوله ساتي ځواکونو له تېر اکتوبر راهيسې له ختيځ تيموره په وتلو پيل کړی و، چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د قانونو او نظم ساتنې بشپړ مسؤوليت پر غاړه واخيست.

م م په ۱۹۹۹ کال کې ټولپوښتنې په ترسره کولو د ختيځ تيمور په خپلواکۍ مهم رول لوبولی، چې ورسره يې د اندونيزيا ۲۴ کلنه واکمني پای ته ورسوله.

د م م سوله ساتي ځواکونه په ۲۰۰۶ کال کې له يوې ناکامې کودتا وروسته، چې ټولنيز او سياسي حالت ورسره ترينګلی شو، دغه هېواد ورستانه شول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .