د بحرین ۲ پولیس د وژنې په تور بندي شول

د خپريدو وخت: 05:20 گرینویچ - دوشنبه 31 ډسمبر 2012 - 11 مرغومی 1391

په بحرين کې يوې محکمې تر مرګه د يوه سړي وهلو په تور دوه تنه پوليس هر يو پر اووه کاله بند محکوم کړي دي.

دغه سړی د تېر کال سياسي ناراميو پر مهال د پوليسو په بند کې وهل شوی و.

دوی يو شمېر هغو پوليس افسرانو په ډله کې دي چې د اوونيو ناراميو پر مهال د شيعه ګانو ربړونې سره په تړاو ادعاوو پر سر تر محاکمې يا پلټنې لاندې دي.

تېره مياشت يوه نړيوال قضائيه پلاوي د بحرین پر امنيتي ځواکونو تور ولګاوه چې سلګونه شيعه احتجاجيانو ته د سزا ورکولو يا ترې د اعتراف اخيستلو په موخه په منظم ډول د ربړولو له چلن کار اخلي.

د بحرین کورنيو چارو وزير دغه تورونه رد کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .