اروزګان کې پولیس خپله ښځه او زوی وژلي

د خپريدو وخت: 09:25 گرینویچ - سه شنبه 01 جنوري 2013 - 12 مرغومی 1391

د افغانستان سوېلی اروزګان ولایت چارواکي وايي، تېره شپه د افغانستان یوه پولیس خپله ښځه او زلمی زوی په ډزو وژلي دي.

دوی وايي دغه پولیس دا کار تر لفظي شخړې وروسته د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې کړی دی.

د اروزګان د والي ویاند فرید عایل ویلي، تر دغې وژنې وروسته قاتل له سیمې تښتېدلی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .