تورخم دروازه یو ځل بیا د افغانانو پر مخ تړل شوې

د خپريدو وخت: 11:16 گرینویچ - چارشنبه 02 جنوري 2013 - 13 مرغومی 1391

د افغانستان له ختيځ ننګرهار نه راپورونه وايي چې د تورخم دروازه يو ځل بيا د هغو افغان مسابرو پر مخ تړل شوې چې پاکستان ته د تګ قانوني اسناد نه لري.

په تورخم کې يوه سرحدي مسوول چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي بي بي سي ته ويلي هغه کسان هم پاکستان ته له تلو راګرځول کېږي چې د مهاجرو کارتونه لري.

د پاکستان سرحدي ځواکونه يوازې هغو افغانانو ته پاکستان ته د تلو اجازه ورکوي چې پاسپورټونه او وېزې لري.

څو ورځې وړاندې پاکستان دغه لار په يو مخ د افغانانو پر وړاندې تړلې وه چې د سختۍ يخنۍ له امله يو شمېر افغانان په دغه ځای کې مړه شول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .