د مرکزي افریقا ولسمشر لوړ پوړي چارواکي کوښه کړي

د خپريدو وخت: 07:41 گرینویچ - پنجشنبه 03 جنوري 2013 - 14 مرغومی 1391

د مرکزي افريقا ولسمشر فرانسوا بوزيزه د دفاع وزير، خپل زوى جين فرانسيس او د پوځ لوی درستیز له دندو گوښه کړي دي. هغوى د دې لپاره لرې کړل شوي دي چې پلازمېنې بنگوې ته د یاغیانو د پرمختگ په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

ولسمشر بوزيزه د دفاع وزارت چارې پخپله غاړه اخيستي او اټکل کېږي چې د پوځ د مشرتوب لپاره ډېر ژر يو کس ونومول شي.

دغه خبر تر هغې لږ وروسته خپور شو چې مخالفې ټلوالې اعلان وکړ چې هغوى نور پرمختگ نه کوي او چمتو دي چې د گابون په خبرو اترو کې برخه واخلي .

د یاغیانو يوه وياند ويلي، چې ښايي يوه لاره دا وي چې پرته له اوسني ولسمشره يوه انتقالي اداره رامنځته شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .