له څرخي پله زندانه ۸۰ بندیان خوشي شول

د خپريدو وخت: 07:29 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی 1391

د افغانستان کابل څرخي پله له زندانه ۸۰ بندیان خوشي شوي دي.

دا هغه بندیان دي، چې له بګرام زندانه امریکايي ځواکونو افغان چارواکو ته تېره اوونۍ سپارلي وو.

د دغو بندیانو خوشي کول افغانانو ته د بګرام بندیانو د سپارلو د لړۍ یوه برخه ده.

همدارنګه، ویل کېږي، چې دغه بندیان د سولې له بهیر سره د مرستې کولو لپاره خوشي شوي دي.

تېره اوونۍ هم شاوخوا څلوېښت خوستي بندیان له بګرام زندانه خوشي شوي وو.

او تر هغه وړاندې بیا د جنوبي ولایتونو تر سلو ډېر بندیان له بګرام زندان څخه خوشي شوي وو.

خو داسې اندېښنې هم شته، چې ګني خوشي شوي بندیان بیا له وسله والو سره یوځای نه شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .