جاپان-کوریا باید د اسیا ختیځ کې ثبات لپاره کار وکړي

د خپريدو وخت: 18:29 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی 1391

د جاپان یوه ځانګړي استازي په سيول کې د جنوبي کوریا له نوې ټاکل شوې ولسمشرې پارک ګېون هیې سره د دواړو هېوادونود اړیکو د ښه کېدو په موخه کتلي.

ځانګړي استازي فوکوشیرو نوکاګا ویلي دواړه ملتونه نو یوازې د اړیکو د ټینګېدو بلکې د اسیا په ختیځ کې د ثبات او سولې ټینګولو لپاره هم باید ګډ کار وکړي.

د استازي په رسېدو سره په هوايي ډګر کې یو جاپان ضد کوچنۍ ډلې لاریون هم وکړ.

یو تن لاریون کوونکی وايي جاپان باید د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو تر ښه کېدو مخکې د خپل تېري په اړه بخښنه وغواړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .