فلېپين کې اووه کسه په تومانچې وژل شوي

د خپريدو وخت: 18:29 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی 1391

د فلېپين د پلازمېنې مانیلا له یوې ګڼې ګوڼې ډکې سیمې کې یو تن د نیمه اتوماتي تومانچې په وسیلې اووه تنه وژلي او ۱۱ نور یې ټپي کړي دي.

دوه نجونې چې عمرونه یې درې او اووه کلونه وو او یوه مېندواره مېرمن هم په وژل شویو کې دي.

پولیسو ویلي برید کوونکی په مخدره موادو او الکولو روږدی وو.

زیاتره قربانیان د هغه ګاونډیان وو.

برید کوونکی هم وروسته د پولیسو په متقابلو ډزو کې ووژل شو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .