برازیلي زندان ته موبایل لېږدوونکې پیشو نیول شوې

د خپريدو وخت: 04:16 گرینویچ - 06 جنوري 2013 - 17 مرغومی 1391

د برازيل په يوه زندان کې يوه پيشو نيول شوې چې يوه کوچنۍ آره، د برمې غاښونه او يو موبايل ټېلېفون يې لېږدول.

دغه کار د نوي کال په ورځ په شمالي ښار اراپيراکا کې شوى دى.

د زندان ساتونکي له لوى ورۀ نه د پيشو تېرېدو حيران کړي وو. له سمې پلټنې وروسته يې له هغې سره ټول هغه څه وموندل چې يو بندي ورته د تېښتې لپاره اړتيا لري.

پيشو د څارويو د ژغورنې په يوه مرکز کې تر څارنې لاندې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .