استرالیا کې اور زرګونه سیلانیان ایسار کړل

د خپريدو وخت: 04:17 گرینویچ - 06 جنوري 2013 - 17 مرغومی 1391

زرگونه اوسېدونکي او سيلانيان د آسټراليا په تاسمانيا ايالت کې هغه مهال ايسار شول چې ځنگلي اور پر ټول ټاپو راوگرځېد.

ډېرئ خلکو د سمندر په څنډو کې ځانونه پټ کړي او د لمبو له لنډېدو سره يې ځانونه اوبو ته غورځولي دي.

عيني شاهدانو د اور لمبې تر لسو مترو لوړې بللي دي. تر سلو ډېر کورونه ويجاړ شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .