فراه: د بې درکه شویو ۶ پولیسو څرک نه دی لګېدلی

د خپريدو وخت: 12:20 گرینویچ - دوشنبه 07 جنوري 2013 - 18 مرغومی 1391

فراه کې سیمه ییز چارواکی وایي د هغو ۶ ملی پولیسو څرک نه دی لګېدلی چې د شنبې په ورځ د فراه د پشت رود په ولسوالۍ کې لادرکه شوي وو.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندی وایي دا نه ده معلومه چی دغه پولیس له مخالفینو سره یوځای شوي او که یې د لا درکه کېدو لامل بل څه دی. خو وایي پلټنې روانې دي. بله خوا د فراه په مرکز کې هم نن د حکومت مخالفینو په برید کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .