جان برینن د سي ای اې د مشر په توګه نومول شوی

د خپريدو وخت: 12:07 گرینویچ - دوشنبه 07 جنوري 2013 - 18 مرغومی 1391

د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي ولسمشر باراک اوباما د دغه هېواد د څارګرې ادارې سي ای اې د نوي مشر په توګه د جان برېنن د نومولو پرېکړه کړې. جان برېنن تر ۲۵ کلونو پورې سي ای اې کې خدمت تر سره کړی او دا مهال د ترهګرۍ ضد مسایلو لپاره د ولسمشر اوباما سلاکار دی. د ۲۰۰۸ کال په اوږدو کې هم د دغه مقام لپاره د نوموړي په نوم غور شوی و. پر یاده دنده د هغه د ګومارل کېدو لپاره د امریکا د سنا له لوري تایید اړین دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .