پاکستان کې څارګرو الوتکو ۷ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 04:48 گرینویچ - سه شنبه 08 جنوري 2013 - 19 مرغومی 1391

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې لږترلږه اووه سخت دریځي وژلي دي.

برید په میر علي ولسوالۍ کې پر عیسو خېلو او حیدرخېلو سیمو شوی دی.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، په دغو دوو بریدونو کې چې دویم یې تر لومړي یو ساعت وروسته وشو، دوه ځایونه په نښه شوي دي.

چارواکي وايي، د حیدرخېلو په برید کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي، خو د عیسو خېلو په برید کې بیا درې کسان وژل شوي دي.

دوی وايي چې دواړې په نښه شووې ودانۍ د سخت دریځو له لوري کارول کېدې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .