د نیپال ترافیکې پېښه کې ۲۹ کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 12:47 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391

د نيپال د لويديځ په يوه لرې غرنۍ سيمه کې په يوه ترافيکي پېښه کې لږ تر لږه ۲۹ کسه وژل شوي دي.

ځايي پوليس وايي بس وروسته له هغه له يوې ستوغې غونډۍ سلګونه متره ښکته وښوېد چې چلوونکي يې په يوه پرېړ غبار کې کنټرول له لاسه ورکړ.

دوی وايي په دغه پېښه کې ۱۲ کسه سخت تپيان شوي چې په روغتون کې يې درملنه کېږي.

پوليس لا هم د ټکر په ځای کې د قربانيانو او ژوندي پاتې شويو کسانو لټه کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .