د هرات قاضیان خوندیتوب غواړي

د خپريدو وخت: 13:08 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391

د افغانستان په لويديځ هرات کې وروسته له هغه چې تېره ورځ يو څارنوال ووژل شو دغلته د قاضيانو د خونديتوب په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.

د هرات څارنوالۍ له افغان حکومت نه غوښتي چې د څارنوالانو د خونديتوب د څرنګوالي په اړه لاس په کار شي.

دوی دغه اندېښنې پر داسې مهال په ډاګه کوي چې تېره ورځ د دغه ولايت د عمومي جزا څارنوال عبدالرحيم سياوشياني وسله والو په ډزو وواژه.

طالبانو د دغه بريد مسووليت په غاړه اخيستی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .