چارسده کې ماین چاودنې اووه کسان ټپیان کړل

د خپريدو وخت: 06:45 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391

د خیبر پښتونخوا ایالت په چارسده سیمه کې سړک کې د خښ کړل شوي ماین چاودنې له امله د عوامي نېشنل ګوند د ځايي مشر بشیر عمرزي په ګډون اووه کسان ټپیان شوي دي.

د ځايي پولیسو په وینا پېښه د عمرزیو سیمې د هري چند سړک په اوږدو کې وشوه. ځايي پولیسو بي بي سي ته وویل، چې د بشیر عمرزي د زوی په ګډون د هغه یوه شمېر خپلوان په پېښه کې ټپیان شوي دي.

د بي بي سي ځايي خبریال وايي ماین هغه مهال د بشیرعمرزي په موټر وچاودېد، چې نوموړی د یوې قضیې په لړ کې ځايي محکمې ته له ورتلو وروسته کور ته پر لاره و. د پولیسو په وینا چاودنه کې دوه پولیسان هم ټپیان شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .