فرانسه د اسلام پالو له غچ اخیستو وېره لري

د خپريدو وخت: 04:39 گرینویچ - 13 جنوري 2013 - 24 مرغومی 1391

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وايي مالي او سوماليا کې د فرانسوي ځواکونو د عملياتو له کبله د اسلام پالو ډلو د ممکنه غچ اخيستونکو بريدونو په وړاندې د فرانسې د ننه به امنيت ټينگ کړي.

ښاغلي اولاند وويل د ټولگټو ودانيو او ترانسپورتي بنسټونو ساتنه او څارنه به ډېره شي.

فرانسوي ځواکونو مالي کې د اسلام پالو اورپکو په وړاندې گوزارونو ته دوام ورکړى.

د فرانسې ولسمشر وايي دښمن ته درانه تلفات اوښتي، خو زياتوي چې ماموريت يې پاى نه دى موندلى.

د مالي حکومت ويلي د فرانسوي ځواکونو په مرسته يې د ''کونا'' ښار له ياغيانو بيرته نيولى او شاوخوا سل تنه اسلام پالي يې وژلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .