هندي او پاکستاني پوځيان په دوشنبې مذاکرات کوي

د خپريدو وخت: 12:54 گرینویچ - 13 جنوري 2013 - 24 مرغومی 1391

کشمیر کې د هند او پاکستان تر منځ د لانجمنې سیمې بیلونکې کرښې (لاین اف کنترول) شاوخوا کې د دواړو هېوادونو د پوځیانو تر منځ د نښتو له امله د رامنځ ته شوي حالت په اړه د دوشنبې په ورځ د پوځي مقاماتو غونډه کېږي.

د هندي پوځ د شمالي قومندانۍ ویاند ډګروال راجېش کالیا برتانیوي خبري اژانس رویټرز ته ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ به د دوشنبې په ورځ خبرې اترې وشي.

د نوموړي په خبره دغه لیدنه د سیمه ییزو قومندانانو خپل منځي مذاکرات دي.

د پاکستان پوځي سرچینو هم تایید کړې، چې د ( ایل او سي کرښې ) په اوږدو کې د دواړو هېوادونو د پوځیانو تر منځ د نښتو له امله د را پورته شوي حالت په اړه به د دواړو هېوادونو ځايي قومندانان په کشمیر کې خبرې اترې وکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .