اسراییلو لوېديځه تراډه کې یو کمپ تړلی

د خپريدو وخت: 11:02 گرینویچ - 13 جنوري 2013 - 24 مرغومی 1391

اسراییلي ځواکونو په لویدیځه غاړه کې د فلسطیني او نړیوالو فعالینو کمپ تړلی دی.

لوړ پوړی فلسطیني سیاستوال مصطفی برغوثي هم د هغو کسانو په ډله کې وو چې د یکشنبې ورځې په لومړیو کې د پولیسو په وسیلې له هغه ځایه وایستل شول.

دغه کمپ د یهودي فعالانو د هغه تاکتیک کاپي بلل کیږي چې په لویدیځه غاړه کې یې د ځمکې پر سر د ادعا د ثابتولو لپاره کارولی وو.

د اسراییلي پولیسو یوه ویاند میکي روزنفېلډ وویل دغه اعتصاب غیرقانوني وو:

''اسراییلي پولیسو د نورو بېلابېلو سرحدي پولیسو سره اوس د سیمې تشول بشپړ کړل. دغه سیمه چې اوس موږ پکې ولاړ یو د بیت المقدس او معاله ادومیم ترمنځ ده، ټول تیري کوونکي چې دلته په سیمه کې ځای پر ځای شوي وو بلې سیمې ته لېږدول شوي دي.په دې بهیر کې تر اوسه څوک ټپي شوي نه دي، نه اسراییلي پولیس او نه هم فلسطیني لاریون کوونکي.''

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .