کوټه: شیعه مسلمانانو خپل احتجاج پای ته ورساوه

د خپريدو وخت: 07:26 گرینویچ - دوشنبه 14 جنوري 2013 - 25 مرغومی 1391

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې والي ته د واک له سپارل کېدو وروسته د ځايي شیعه ګانو احتجاج پای ته ورسېد.

د احتجاج ختمولو لپاره په یوه غونډه کې اعلان وشو، چې په علمدار سړک د پنجشنبې په ورځ د وژل شویو کسانو له جسدونو سره ناست کسان په کې موجود وو.

د غونډې یو شمېر ګډونوالو بي بي سي ته وویل، چې غونډې ته د والي واک په اړه صادر شوی امر وښودل شو او له دې وروسته به خلک د وژل شویو کسانو د خښولو لپاره هدېرې ته لاړ شي.

د یادونې ده، چې د جمعې له ورځې راهیسې کوټه کې د شیعه ګانو سازمانونو د هغو کسانو له خښولو انکار کړی و، چې د پنجشنبې په ورځ په بمي بریدونو کې وژل شوي وو. دوی په علمدار سړک سیمه کې د وژل شویو کسانو له جسدونو سره ناست وو او احتجاج یې کاوه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .