ایټالیا بنغازي کې خپله قونسلګري تړي

د خپريدو وخت: 16:19 گرینویچ - سه شنبه 15 جنوري 2013 - 26 مرغومی 1391

ایټالیا د لیبیا په بنغازي ښار کې خپله قونسلګري د امنیتي لاملونو له کبله په موقتي توګه تړي او خپل کارکوونکي باسي.

دغه ګام وروسته تر هغه اوچتېږي چې د یکشنبې په ورځ (جنوري/۱۳) د قونسل ګاېدو دي سانکتیس پر موټر ډزې وشوې.

هغه له بریده روغ وتلی دی.

دا په لیبیا کې پر بهرنیو کارکوونکو او امنیتي چارواکو د بریدونو د لړۍ وروستی برید و.

په بنغازي کې امنیتي حالت ماتېدونکی دی چې د ډګروال قذافي د راپرځولو انقلاب مرکز وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .