د مالي بیلتون غوښتونکي: د سخت دریځو مخالف یو

د خپريدو وخت: 07:05 گرینویچ - چارشنبه 16 جنوري 2013 - 27 مرغومی 1391

مالي کې د طواريق بېلتون غوښتونکې ډلې يوه چارواکي ويلي، چمتو دي د هغو سخت دریځو پر وړاندې جګړه کې چې يو وخت يې ملګري وو، ونډه واخلي.

له بي بي سي سره د خبرو پر مهال دوی ونه ويل چې له فرانسوي ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګېږي، خو ويې ويل چې ډله يې د القاعده او ترهګرۍ پر ضد ده.

سخت دریځو تېر اوړی له دغې ډلې څخه د مالي په شمال کې ګن لوی ښارونه ونیول.

تر دې وړاندې د فرانسې زغره وال ګاډي له پلازمېنې بماکو نه د هغو سيمو پر لوري روان شوي چې ياغيانو نيولي دي او له دې سره هم مهاله فرانسوي جنګي الوتکو د ياغيانو پر سنګرونو نور هوايي ګوزارونه کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .