حلب: د ناسم چلند له امله ناکرارۍ په ډېرېدو دي

د خپريدو وخت: 07:30 گرینویچ - پنجشنبه 17 جنوري 2013 - 28 مرغومی 1391

د سوريې له تر ټولو لوى ښار حلب نه رارسيدلي رپوټونه وايي د آزادې سوريې د پوځ په نامه د اصلي حکومت مخالفې ډلې د چلند له امله نا کرارۍ مخ په ډېرېدو ده.

د بي بي سي يو خبريال چې حلب ښار ته تللى و وايي، د د آزادې سوريې د پوځ غړي په غلا غديو او د پېسو لپاره د سړي تښتونې په پېښو کې ښکېل دي او پايله يې دا شوې، چې خلک ډېر د نصره د ټلوالې په نامه ېوې سخت دريځې اسلامپالې ډلې ته مخه کړي.

د نصره په نامه دغې ډلې وار له مخه په حلب کې د اسلامي شریعت يوه محکمه جوړه کړې او د دغې ډلې يوۀ قومندان د بي بي سي خبريال ته ويلي چې د پاڅون يواځینۍ شونې پايله دا کېداى شي چې په سوريه کې يو اسلامي دولت واکمن شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .