د کردي فعالانو جسدونه خاورو ته سپارل کېږي

د خپريدو وخت: 10:52 گرینویچ - پنجشنبه 17 جنوري 2013 - 28 مرغومی 1391

ټاکل شوې د هغو درې کسه کردي فعالانو د خښولو مراسم چې تېره اوونۍ په فرانسه کې ووژل شول لږ وروسته د ترکيې په ختيځ کې ترسره شي.

مظاهره کوونکي چې د کردانو په ملاتړ شعارونه ورکوي د چهارشنبې په ورځ د ديار باکېر په هوايي ډګر کې د هغې الوتکې ليدو ته ورغلي چې د وژل شويو درېو ښځو جسدونه لېږدوي.

تمه کېږي چې د جسدونو د خښولو پر مهال د کردي سيمې لوی ښار ديار باکېر کې ورځنی ژوند درېدلی وی.

له وژل شويو څخه يوه يې د کردانو د وسله والو غورځنګ ( پي کې کې) له بنسټ اېښودونکو څخه وه.

ترکي چارواکو د خښولو د مراسمو پر مهال د ارامۍ غوښتنه کړې ده.

زيات کردان د دغو ښځو پر وژنه په دولت کې دننه ځينې عناصر پړه بولي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .